IQNA

شیخ محسن نجفي خپل  زیات عمر په پاکستان کې د اسلامی وحدت او د ټولنیزو خدماتوپه ترسره کولوکې تیرکړ

15:37 - March 04, 2024
د خبر لمبر: 3488821
ایکنا- د خدای بخښلي  او د پاکستان د لوي دینی عالم شیخ محسن علی نجفي زوي حجة الاسلام  انور علی نجفي  ووئيل، شیخ محسن نجفي  د اسلامی علومو په زمینې کې د ډيرو زیاتو شاګردانو د روزنې ترڅنګ ،خپل زیاتره برکتناک عمر د پاکستان دټولنې د وحدت او یووالي په پیاوړتیا کې تیر  کړی او له خپلې  خوا ئې په ټولنیزو خدماتو کې ډيره ستره ارزښتمنه  کارنامه پریښودلې ده.

ایکنانیوز راپور راکړ، د پاکستان یو مشهور دیني عالم او د جامعةالکوثر علمیه حوزې موسیس علامه محسن علی نجفي  چې  په دغه هیواد کې د  دخپلو اسلامی وحدت   دفاع  کونکو لیدتوګو په سبب ډير مشهور ؤ. په ۲۰۲۳کال جنورۍ کې ئې له نړۍ سترګې پټې کړې.

خداي بخښلي شیخ محسن نجفي  پخپل برکتناک ژوند کې د اسلامی معارفو او عهلومو په لوړاوي  او دد اسلامی وحدت  په پیاوړتیا کې ډير ارزښتمن خدمات کړي او په درست پاکستان کې ئې د علمي  مرکزونو او د زده کړې د ښونځیو  جال خور کړی دی او دیتیمانو او دشهیدانو د بچیانو  د علمي تندې د ماتولو لپاره ئې ځانګړی اهتمام کړی دی. هغ په پاکستان کې د ستر دیني مرجع آیت الله علی سیستاني  نماینده ؤ او  ددغه هیواد  مجمع اهل بیت (ع) د ټولګې د لوړې شورا مشري ئې په غاړه درلوده.خو بلاخرههم  په ۸۴کلنۍ کې  د اسلامي وحدت او د اهل تشیّع له ډیرو زیاتو خدمتونو او زیار وروسته ئې له نړۍ سترګې پټې کړې.

د خدای بخښلي شیخ محسن نجفي زوي  حجةالاسلام انورعلی نجفي  د دغه خدای بخښلي لوي عالم د ژوند په باب له ایکنانیوز سره خبرې کړي دی ، چې ځیني برخې ئې ستاسو په خدمت کې وړاندې کوو.  

حجةالاسلام  انور علی نجفی  د دغه خدای بخښلی لوی دینی عالم د ابتدائي زده کړې او دهغه د زیږنځای په باب  ووئيل،  آیت الله شیخ محسن علی نجفي په ۱۹۴۳کال کې د پاکستان  په بلتستان سیمې کې  په منتوکهه نومې کلی کې نړۍ ته سترګې رڼې کړي وې. هغه لومړنۍ زده کړې د خپل پلار حسین جان چې د خپل وخت یو لوي دیني عالم ؤ، په مکتب خانې کې  ترسره کړې.

خدای بخښلی شیخ محسن نجفي له ابتدائي زده کړو وروسته د پاکستان پنجاب صوبې په مختلفو دینی مدرسو کې له زده کړووروسته د لوړوزده کړو لپاره نجف اشرف ته لاړ او د آیت الله خویی او شهید باقر صدر  او نجف دعلمیه حوزې له نورو استاذانو ئې دیني علوم زده کړل.

علامه نجفی پاکستان

انورعلی نجفي په دوام کې ووئيل، خدای بخښلی بیا په عراق کې د بعثي حکومت واک ته له رسیدا وروسته  او په دیني مرکزونو باندې په لازیات دباؤ پسې  پاکستان ته ستون شو او په اسلام اباد کې دیره شو او  همدلته ئې د جامعه اهل بیّت (ع) په نامې سره یوه مدرسه  تاسیس کړه.  هغه له ۱۹۷۴کال څخه  چې پاکستان ته  له نجف اشرف علمیه حوزې څخه پاکستان ته بیرته ستون شو،دفقې ، د فقې په اصولو، د قرآن په تفسیر ، فلسفې ،کلام اواخلاقو تدریس بوخت شو. آیت الله محسن نجفي په پاکستان کې د آیت الله سیستاني نماینده  ړ آو د دغه هیواد دمجمع اهل بیت (ع)  د لوړې شورا مشري ئې په غاړه درلوده.

هغه د خدای بخښلی محسن نجفي د علمي فعالیتونو په باب ووئیل، هغه په ۲۵کلنۍ کې  د النھج السوی فی معنی المولی والولی ؛په نامې سره کتاب  په عربی ژبه ولیکه چې آقاي بزرګ تهراني هم په دغه کتاب خپل نظر څرګند کړی دی.

هغه ووئيل، د کمیونزم د اوج په وخت کې خدای بخښلی یوازینی شخصیّت ؤ چې په پوهنتونو کې به حاضرید او له کمیونزم سره ئې مقابله کوله . هغه  خپلو غوره بحثونو  او علم خورونې ته دوام ورکړ او په زرګونو شاګردان ئې وروزل. او د هغه د لیکل شوو کتابونو شمیر څه دپاسه دیرشو علمي کتابونو ته رسیدلی دی.

انور علی نجفي په دوام کې ووئیل، د هغه یو بل مهم کتاب ؛بلاغ القرآن ؛ هم لیکلی چې په مختصر تفسیر سره په یوه جلد کې د قرآڼ کریم تفسیر او حاشیه ده.همداراز په لسونو جلدونو کې «الکوثر فی تفسیرالقرآن الکریم» په عنوان سره تفسیر هم د هغه په مهمو آثارو کې شامل دی. دغه کتاب په شیعه اوسني سرچینو کې یو منل شوی کتاب دی او ددغه تفسیر په باب په سلګونو کتابونه او مقالې لیکل شوي دي . دغه تفسیر  په پاکستان کې په علمي   ټولنو کې ډير زیات ارزښت لري او  په دې باب د پي ایچ ډي   ډګرئ ډير تیسس  لیکل شو ي دي.انور علی نجفي په دوام کې ووئیل، خدای بخښلی شیخ محسن نجفي  د وحدت  د پیاوړتیا په زمینې کې هم ډير زیات نوښتونه کړي دي.

د وئیلو ده چې خداي بخښلي شیخ محسن علی نجفي په عربی او اردو ژبو کې ډير زیات کتابونه لیکلي او خپره کړي دي.  یاد اوخاطره ئې تل ژوندئ

https://iqna.ir/fa/news/4195303

captcha